ښځینه فعالانې:

نړیواله ټولنه دې د طالبانو له زندانه د جاوید کوهستاني د خلاصون لپاره اقدام وکړي

11 میزان 1403 ساعت 19:44

په پاکستان کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې جاوید کوهستاني د طالبانو له بنده خوشې کړي.


په پاکستان کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې جاوید کوهستاني د طالبانو له بنده خوشې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه فعالان چې ځانونه د "افغانستان د آزادۍ د ښځو د غورځنګ" غړي بولي، نن چهارشنبه د تلې په ۱۱ مه په اسلام اباد کې د یوه احتجاجي لاریون په کولو سره خپله غوښتنه پورته کړه.

دوی په ټولنیزو شبکو کې د خپلې احتجاجي غونډې په یوه ویډیو کې ویلي چې ښاغلی کوهستاني د زړه په ناروغۍ اخته دی او روغتیا یې ښه نه ده.

د دوی په وینا، د ښاغلي کوهستاني روغتیايي وضعیت ته د طالبانو بې غوري نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د دې ډلې په زندانونو کې د سیاسي بندیانو د وضعیت او بشري حقونو ته د نه پاملرنې ښودنه کوي.

دغو فعالانو د طالبانو له زندانه د ښاغلي کوهستاني د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې ده. باید وویل شي، چې ښاغلی کوهستاني د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې له شمالي سرای سیمې څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.

د هغه د نیول کیدو انګیزه لا هم معلومه نه ده. ښاغلی کوهستاني د افغانستان د سیاسي او امنیتي مسایلو شنونکی دی. خو وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، په رسنيو کې لږ راڅرګند شول.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com