۰
ښځینه فعالانې:

نړیواله ټولنه دې د طالبانو له زندانه د جاوید کوهستاني د خلاصون لپاره اقدام وکړي

چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۴۴
په پاکستان کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې جاوید کوهستاني د طالبانو له بنده خوشې کړي.
نړیواله ټولنه دې د طالبانو له زندانه د جاوید کوهستاني د خلاصون لپاره اقدام وکړي
په پاکستان کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې جاوید کوهستاني د طالبانو له بنده خوشې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه فعالان چې ځانونه د "افغانستان د آزادۍ د ښځو د غورځنګ" غړي بولي، نن چهارشنبه د تلې په ۱۱ مه په اسلام اباد کې د یوه احتجاجي لاریون په کولو سره خپله غوښتنه پورته کړه.

دوی په ټولنیزو شبکو کې د خپلې احتجاجي غونډې په یوه ویډیو کې ویلي چې ښاغلی کوهستاني د زړه په ناروغۍ اخته دی او روغتیا یې ښه نه ده.

د دوی په وینا، د ښاغلي کوهستاني روغتیايي وضعیت ته د طالبانو بې غوري نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د دې ډلې په زندانونو کې د سیاسي بندیانو د وضعیت او بشري حقونو ته د نه پاملرنې ښودنه کوي.

دغو فعالانو د طالبانو له زندانه د ښاغلي کوهستاني د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې ده. باید وویل شي، چې ښاغلی کوهستاني د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې له شمالي سرای سیمې څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.

د هغه د نیول کیدو انګیزه لا هم معلومه نه ده. ښاغلی کوهستاني د افغانستان د سیاسي او امنیتي مسایلو شنونکی دی. خو وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، په رسنيو کې لږ راڅرګند شول.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي