د خوړو نړیوال سازمان:

موږ له افغان میرمنو سره مرسته کوو چې د پیسو ګټلو زده کړه وکړي

11 میزان 1403 ساعت 19:39

د خوړو نړیوال سازمان وايي چې له زرګونو ښځو سره مرسته کوي چې د عاید ترلاسه کولو نوي مهارتونه زده کړي.


د خوړو نړیوال سازمان وايي چې له زرګونو ښځو سره مرسته کوي چې د عاید ترلاسه کولو نوي مهارتونه زده کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن چهارشنبه د تلې ۱۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې ښځې د پیسو ګټلو لږ فرصت لري.

د اعلامیې له مخې، "WFP په ټول هیواد کې له زرګونو میرمنو سره مرسته کوي چې ډیری وختونه د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکي دي، ترڅو نوي مهارتونه زده کړي او په خپلو پښو ودریږي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کورنیو او بهرنیو بنسټونو او د ویښتانو د اصلاح په ګډون په ګڼو اقتصادي برخو کې ښځې له کار کولو منع کړي دي.

د طالبانو دې کړنې ښځې په ځانګړې توګه هغه کسان چې د خپلو کورنیو مشري کوي، له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176062

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176062/

جمهور
  https://www.jomhornews.com