امریکا: افغانستان لا هم زموږ د بهرني سیاست لومړیتوب دی

11 میزان 1403 ساعت 19:33

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ له ګوښه کولو سره؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر وايي، افغانستان لا هم د دغه هېواد د بهرني سیاست لومړیتوب دی.


د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ له ګوښه کولو سره؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر وايي، افغانستان لا هم د دغه هېواد د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې میلر تېره شپه د کابل پر وخت د مازدیګر په لس نیمو بجو په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هېواد یې د افغانستان په مسلو کې ښکیلتیا ته دوام ورکوي.

میلر د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي توماس ویسټ ګوښه کیدو ته په اشارې سره وویل چې اوس د افغانستان په اړه د هیواد بهرنۍ پالیسي په افغانستان کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر د کارن ډیکر،رینا امیري او جان مارک له خوا اداره کیږي.

د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو ځانګړی استازی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان مارک پومرشام به د دغې غونډې مشري وکړي.

باید وویل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه اعلان وکړ، چې توماس ویسټ له دندې لرې شوی او د دغه وزارت د بندیزونو د همغږۍ د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

 ویسټ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. تر ده وړاندې زلمی خلیلزاد دغه دنده په غاړه درلوده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176061

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176061/

جمهور
  https://www.jomhornews.com