له پاکستان سره د طالبانو د سرحدي جګړې دوام؛ يو وسله وال طالب ووژل شو

11 میزان 1403 ساعت 11:16

د ننګرهار سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د سرحدي جګړې د دوام خبر ورکړی دی.


د ننګرهار سیمه ییزو سرچینو د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د سرحدي جګړې د دوام خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچينې د معلوماتو له مخې، وروستۍ نښته تېره ورځ مازيګر لس بجې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په "غاشي" سيمه کې د دواړو لورو ترمنځ شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې جګړه کې د "خنجر" په نوم يو طالب وژل شوى دى.

ويل کيږي چې په دې جګړه کې دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې په ياده شوې سيمه کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

تر دې مخکې دواړو لورو یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې وې.

دغه نښتې وروسته له هغې پيل شوې چې طالبانو په سيمه کې د سرحدي پوستو د جوړولو هڅه وکړه او ويل کيږي چې پاکستاني پوله ساتو د دغې پوستې د جوړولو مخه نيولې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176039

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176039/

جمهور
  https://www.jomhornews.com