په ننګرهار کې يو ځوان د چړې په ګوزارونو وژل شوى دى

11 میزان 1403 ساعت 11:09

په ننګرهار کې دولتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو تنکی هلک د چړې په ګوزار وژل شوی دی.


په ننګرهار کې دولتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یو تنکی هلک د چړې په ګوزار وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د تلې په ١٠مه، د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې بريدګرو د روهيد په نوم دغه ځوان په چاقو بريد کړى دى.

د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com