طالبان: نړیوال حکمونه نه منو

11 میزان 1403 ساعت 11:07

د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي چې دغه ډله نړیوال حکمونه نه مني.


د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وايي چې دغه ډله نړیوال حکمونه نه مني.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن چهارشنبې (د تلې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د ځدراڼو او غوطن خېلو له مشرانو سره وکتل.

راغلو کسانو د کډوالو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره د قومي ستونزو، تعلیم، سرپناه او د راستنیدونکو کډوالو لپاره د کاري فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني طالبانو ته د دوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې زموږ لپاره ملي ارزښتونه لومړیتوب لري او په دې برخه کې به نړیوال فرمانونه ونه منو.

حقاني د طالبانو په منځ کې پر اتحاد او اتفاق ټینګار وکړ او قومي، سمتي او ژبني اختلافات یې د بهرنیو لاسوهنو لامل وبلل.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com