د ایران په کرمان ولایت کې د سیلابونو راوتل؛ لږ تر لږه ۱۴ افغانان وژل شوي دي

11 میزان 1403 ساعت 8:34

د کرمان په جروفت ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د ۱۴ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.


د کرمان په جروفت ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د ۱۴ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایران د کرمان ولایت د سرې میاشتې ټولنې مشر په جرافت ولسوالۍ کې د تیرې ورځې په سیلاب کې د ورک شوي کس مړی موندلو ته په اشارې سره د لټون د عملیاتو د پای اعلان وکړ.

رضا فضل وویل: د وروستي ورک شوي کس مړی، چې یوه ښځه وه، څو شېبې وړاندې وموندل شو.

په جرافت ولسوالۍ کې له باران او سېلابونو وروسته تېر ماښام د حليرود سيند له اوبو راووت چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې د اوو افغان مېرمنو، اوو ماشومانو او يو ايراني په ګډون ١٥ کسان مړه شول.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 176023

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176023/

جمهور
  https://www.jomhornews.com