۰

په پکتيکا کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان ووژل شو

دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۲۶
په پکتيکا کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دې ولايت کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو وژل شوى دى.
په پکتيکا کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان ووژل شو
په پکتيکا کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دې ولايت کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان د ناپېژاندو کسانو له خوا په ډزو وژل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د تلې په ٨ مه د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ د "نور اباد" په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړى په خپل کور کې په ډزو ووژل شو.

سرچينې دغه طالب قوماندان "قاري نيک محمد ترابي" ياد کړى او ويلي يې دي، چې د برمل ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مسوول و.

ویل شوي، چې د دغه طالب قوماندان جسد د خښولو لپاره د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت شمالي وزیرستان ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي