هند کې دوه افغان وګړي د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي

9 میزان 1403 ساعت 19:21

ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې هندي پولیسو دوه افغان وګړي د ۵۶۰ هیروینو او کوکاین د قاچاق په تور نیولي دي.


ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې هندي پولیسو دوه افغان وګړي د ۵۶۰ هیروینو او کوکاین د قاچاق په تور نیولي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د هند له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو دغه دوه تنه افغان اتباع چې د محمدورت هاشمي او عبدالنايب په نومونو نومول شوي دي د يکشنبې په ورځ د تلې په اتمه د نوي ډيلي په لويديځ کې د تلک نګر په سيمه کې ونيول.

د دې نشه يي توکو ارزښت شاوخوا دوه میلیارده هندي کلدارې اټکل شوی دی. د پولیسو په وینا، ۱۹ کلن هاشمي په ۲۰۲۰ کال کې هند ته د کډوال په توګه داخل شو او په دغه هېواد کې یې د اوسېدو اجازه ترلاسه کړه.

د معلوماتو له مخې، نوموړي د نشه يي توکو د قاچاق له پيل وړاندې په يوه پلورنځي کې کار کاوه.

د هند پولیسو ویلي دي چې دغه افغان تبعه د خپل یوه ملګري له لارې د مخدره موادو د قاچاق په اړه خبر شو او د هر لیږد په بدل کې یې سل امریکایي ډالر ترلاسه کړل.

همدارنګه عبدالنایب په ۲۰۲۰ کال کې له خپل پلار سره هند ته داخل شو. له هاشمي سره تر لیدو وروسته یې د نشه يي توکو قاچاق ته مخه کړه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 175978

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175978/

جمهور
  https://www.jomhornews.com