غزني کې درې تنو چې غوښتل یې یو ماشوم وژغوري خپله ژوند له لاسه ورکړی

9 میزان 1403 ساعت 19:03

د غزني سیمه ییزې سرچینې وايي، د غزني په ده یک ولسوالۍ کې له یوې څاه څخه د یوه ماشوم د ژغورلو پر مهال درې تنه وژل شوي دي.


د غزني سیمه ییزې سرچینې وايي، د غزني په ده یک ولسوالۍ کې له یوې څاه څخه د یوه ماشوم د ژغورلو پر مهال درې تنه وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن دوشنبه د مې په نهمه نېټه په څاه کې دننه د اکسيجن د بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

ویل شوي، چې د اکسيجن بالون هغه مهال وچاودېد، چې درېيو کسانو غوښتل په څاه کې د ډوب شوي ماشوم ژوند وژغوري.

ویل کېږي دغه ماشوم له پنځو ورځو راهیسې په یوه ژوره څاه کې بند پاتې وو.

سرچینه زیاتوي، چې تر اوسه د ماشوم د ژغورلو هڅې ناکامې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په تېره بيا په سوېلي سيمو کې دا ډول پېښې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 175975

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175975/

جمهور
  https://www.jomhornews.com