ګوتریش: د طالبانو رژیم له خورا سختو جابرو رژیمونو سره د پرتلې وړ دی

8 میزان 1403 ساعت 15:13

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، د طالبانو رژیم د نړۍ په معاصر تاریخ کې تر ټولو سخت جبر نظامونو ته د پرتلې وړ دی.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، د طالبانو رژیم د نړۍ په معاصر تاریخ کې تر ټولو سخت جبر نظامونو ته د پرتلې وړ دی.

ښاغلي ګوتریش نن یکشنبه د تلې ۸ مه په خپله X پاڼه کې لیکلي چې هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د معاصر تاریخ له ځینو سختو جبر نظامونو سره پرتله کېدای شي.

هغه په ​​ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې ټول تبعیضي بندیزونه ژر تر ژره لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې جرمني، کاناډا، هالنډ او استرالیا اعلان وکړ چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنسي تبعیض له امله به د هاګ په محکمه کې د دغې ډلې پر ضد شکایت وکړي.

د دغو هېوادونو په اعلامیه کې راغلي چې دا پرېکړه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د منع کنوانسیون پر بنسټ شوې ده.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې دغه کنوانسیون لاسلیک کړ او د ټولو احکامو په رعایت مکلف دی.

باید یادونه وشي چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ نورو هېوادونو د دغه پلان ملاتړ کړی.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 175935

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175935/

جمهور
  https://www.jomhornews.com