د "ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ"د هاګ په محکمه کې د طالبانو پر ضد شکایت ثبت کړ

8 میزان 1403 ساعت 15:06

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ د هاګ په محکمه کې د طالبانو پر ضد د شکایت د ثبتولو ملاتړ وکړ او دغه طرحه یې یو بشردوستانه عمل وباله.


د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ د هاګ په محکمه کې د طالبانو پر ضد د شکایت د ثبتولو ملاتړ وکړ او دغه طرحه یې یو بشردوستانه عمل وباله.

دغه حرکت د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د شنبې په ورځ د تلې په ۷مه  په یوه احاطه کې په راټولېدو سره د دغه پلان ملاتړ وکړي.

د عدالت غوښتنې حرکت په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتونکو غورځنګ د افغان ښځو د موخو او ارمانونو د تحقق لپاره له هیڅ راز هڅو څخه دریغ نه کوي.

دغه غورځنګ ټینګار کړی چې په ټول توان سره به د «طالبان» فکر پر وړاندې ودرېږي. د يادونې وړ ده، چې د جرمني، کاناډا، هالنډ او اسټراليا په ګډون څلورو هېوادونو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنسي تبعيض له امله به د هاګ په محکمه کې د دغې ډلې پر ضد شکايت وکړي.

د دغو هېوادونو په اعلامیه کې راغلي چې دا پرېکړه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د منع کنوانسیون پر بنسټ شوې ده.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې دغه کنوانسیون لاسلیک کړ او د ټولو احکامو په رعایت مکلف دی.

د دغو څلورو هېوادونو د پرېکړې له اعلان وروسته د نړۍ شاوخوا شلو نورو هېوادونو هم ملاتړ وکړ.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 175932

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175932/

جمهور
  https://www.jomhornews.com