۰

د مقاومت شورا د هاګ په محکمه کې د طالبانو پر ضد د شکایت د ثبتولو هرکلی وکړ

یکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۳
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د هاګ په محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو لپاره د څلورو هیوادونو د پلان هرکلی کړی دی.
د مقاومت شورا د هاګ په محکمه کې د طالبانو پر ضد د شکایت د ثبتولو هرکلی وکړ
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د هاګ په محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو لپاره د څلورو هیوادونو د پلان هرکلی کړی دی.

دغې شورا د شنبې په ورځ د تلې په ۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا پلان به "په افغانستان کې د بشري حقونو او ازادیو د بیا رغولو او په هیواد کې د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو لپاره یو ګام وي".

اعلامیه زیاتوي، په ورته وخت کې موږ اندېښمن یو چې د طالبانو د ترهګرې ډلې پر وړاندې دغه طرحه او ټولیز عملي اقدامات به یو ځل بیا د بېلابېلو هېوادونو له خوا چې یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دي او د مشخصو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره وکارول شي.

په اعلامیه کې راغلي چې له همدې امله موږ د نړۍ له ټولو ازادو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او همدارنګه د افغانانو له بېلابېلو برخو څخه غواړو چې د دغه پلان ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي چې هېر شي.

د مقاومت شورا له هغو هېوادونو چې له طالبانو سره اړیکې لري، غوښتي چې د خپلو خلکو بشري کرامت او حقونو ته درناوی وکړي او د نړۍ له نورو ازادو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان له خلکو سره د خلکو د ارادې پر بنسټ د یوه حکومت په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د جرمني، کاناډا، هالنډ او اسټراليا په ګډون څلورو هېوادونو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنسي تبعيض له امله به د هاګ په محکمه کې د دغې ډلې پر ضد شکايت وکړي.

د دغو هېوادونو په اعلامیه کې راغلي چې دا پرېکړه د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د منع کنوانسیون پر بنسټ شوې ده. افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې دغه کنوانسیون لاسلیک کړ او د ټولو احکامو په رعایت مکلف دی.

د دغو څلورو هېوادونو د پرېکړې له اعلان وروسته د نړۍ شاوخوا شلو نورو هېوادونو هم ملاتړ وکړ.

البانیا، اندورا، بلجیم، چیلي، کروشیا، فنلینډ، هاندوراس، آیرلینډ، آیسلینډ، سویلي کوریا، لاتویا، لیختنسټاین، لوګزامبورګ، مالاوي، مراکش، مالدووا، مونټینیګرو، رومانیا، سلوانیا، هسپانیه او سویډن په دغو شلو هیوادونو کې شامل دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي