له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې ۷۸۳ لبنانیان وژل شوي

8 میزان 1403 ساعت 15:01

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې پر لبنان باندې د اسرائیلي رژیم د وروستیو بریدونو په پایله کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ پیل شوي، ۷۸۳ لبنانیان وژل شوي او ۲۳۱۲ نور ټپیان شوي دي.


د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې پر لبنان باندې د اسرائیلي رژیم د وروستیو بریدونو په پایله کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ پیل شوي، ۷۸۳ لبنانیان وژل شوي او ۲۳۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه هیواد د روغتیا وزارت مخکې اعلان وکړ چې د لبنان په مختلفو سیمو باندې د اسرائیلو په حملو کې د شنبې په ورځ ۳۳ تنه شهیدان او ۱۹۵ تنه نور ژوبل شول.

د صهيونېسټ رژيم فوځ د دوشنبې په ورځ د تلې له دويمې څخه د لبنان په جنوب کې په مختلفو سيمو باندې خپل پراخ بريدونه پيل کړي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د لبنان حزب الله په دغه هیواد کې په ملکیانو د حملو په وړاندې چوپه خوله نه دی پاتې شوی او د دوشنبې د سهار له لومړیو ساعتونو راهسې یې د فلسطین په شمال کې د صهیونیسټانو د مرکزونو او میشت ځایونو پرضد عملیات د خپلې اجنډا په سر کې نیولی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت له دې مخکې په یوه بیانیه کې اعلان کړی وو چې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې نیټې د الاقصی د عملیاتو له پیله تراوسه پورې د اسرائیلو په حملو کې ۱۶۴۰ لبنانیان شهیدان شوی دی.

دغه وزارت زیاته کړه: د اکتوبر له اتمې (د میزان ۱۴۰۲) راهیسې اته زره او ۴۰۸ لبنانیان هم ژوبل شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 175930

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175930/

جمهور
  https://www.jomhornews.com