قرغزستان له کابل سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

8 میزان 1403 ساعت 14:41

په کابل کې د قرغزستان سفارت اعلان کړی چې له دغه هېواد څخه د بشري مرستو یوه جوپه بلخ ته رسېدلې ده.


په کابل کې د قرغزستان سفارت اعلان کړی چې له دغه هېواد څخه د بشري مرستو یوه جوپه بلخ ته رسېدلې ده.
 
دغه سفارت ویلي چې دغه کارګو د شنبې په ورځ د تلې په ۷ مه د حریتان په بندر کې طالبانو ته وسپارل شو.
 
سرچينې زياته کړه، په دې لېږد کې ٩٠ ټنه اوړه، ١٥ ټنه غوړي او ١٥ ټنه بوره شامله ده.
 
ویل شوي، چې دغه مرستې به د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا پر اړمنو کسانو وویشل شي.
 
 د قرغزستان سفارت ویلي، چې دغه مرستې د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ په برخه کې د دغه هېواد د ژمنو یوه برخه ده.
 
سفارت زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به له خپل هېواد څخه نورې مرستې هم په افغانستان کې اړو کسانو ته ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 175928

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175928/

جمهور
  https://www.jomhornews.com