۰

ارزګان کې د آغا جان اوبو بند د جوړلو چارې پیل شوې

یکشنبه ۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۹
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په ارزګان ولایت کې د اغاجان د بند د جوړولو پروژه پرانیستله.
ارزګان کې د آغا جان اوبو بند د جوړلو چارې پیل شوې
د طالبانو ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په ارزګان ولایت کې د اغاجان د بند د جوړولو پروژه پرانیستله.
 
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن یکشنبه (د تلې ۸ مه) اعلان وکړ چې د دوی د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دغه وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په اروزګان ولایت کې د اغاجان د بند د لومړنۍ سروې او مفصلې ډیزاین پروژې پرانیسته وکړه.
 
ملا برادر د دې پروژې پرانسته په اوسنيو شرايطو کې د اوبو د مديريت اهميت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د دې پروژې پلي کېدل د اوبو د مديريت، کرنې او اقتصادي ودې په لاره کې يو ارزښتناک ګام دى.
 
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دې پروژې تر څنګ درې نورې پروژې، چې د لمریزې برېښنا تولید، له کجکي بند څخه د برېښنا مزي غځول او د برېښنا د مزو غځول په کې شامل دي، پیل کړي.
 
په ارزګان ولایت کې به د شفلغ بند د جوړولو چارې هم د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا پیل شي.
 
طالبانو ویلي چې د اروزګان ولایت د اغا جان بند به د اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په هدف جوړ شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي