۰

د پاکستان له زندانونو ۱۳ افغان بندیان خوشې شول

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۸
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو یې ۱۳ افغان بندیان خوشي کړي دي.
د پاکستان له زندانونو ۱۳ افغان بندیان خوشې شول
د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو یې ۱۳ افغان بندیان خوشي کړي دي.

د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سرطان په ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان ۱۳ تنه افغانان د سرطان د میاشتې په ۱۲مه نېټه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

طالبانو ویلي چې یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له لسو کلونو څخه تر یوې میاشتې پورې په بند محکوم شوي وو او د انټرپول پولیسو له خوا تر خوشي کیدو وروسته د تورخم د فرضي کرښې له لارې بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي او نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي