۰
خواجه اصف:

له طالبانو سره له مشورې پرته په افغانستان کې عملیاتو ته دوام ورکوو

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۰
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، د دغه هېواد پوځ په افغانستان کې دننه خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
له طالبانو سره له مشورې پرته په افغانستان کې عملیاتو ته دوام ورکوو
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، د دغه هېواد پوځ په افغانستان کې دننه خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

اصف د سې شنبې په ورځ د سرطان پر ۱۲مه بي بي سي ته وویل، له طالبانو سره له مشورې پرته به په افغانستان کې د ټي ټي پي وسله والو پر اډو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د هغو ډلو پر ضد به هوايي بریدونه کوي چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کوي.

د هغه په ​​وينا، "دا سمه ده چې موږ په افغانستان کې عمليات کړي دي او موږ به هم ورته دوام ورکړو."

خواجه اصف څرګنده کړه، که وسله وال په پاکستان کې پر هدفونو بریدونه وکړي، د دغه هېواد ځواکونه به یې پرېکنده ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ادعا کوي چې د دغه هېواد پر ضد جنګیالي له افغانستانه دغه هېواد ته ننوتي او ترهګریز فعالیتونه کوي.

خو؛ افغان طالبانو دا خبره رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي