۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خاجیوف سره وکتل او دواړو لورو د سوداګرۍ د خونو پر جوړولو موافقه وکړه.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل
د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خاجیوف سره وکتل او دواړو لورو د سوداګرۍ د خونو پر جوړولو موافقه وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت  نن چهاشنبه (د سرطان ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د توازن په اړه خبرې اترې وکړې.

د سرچینې په وینا په دغه لیدنه کې د افغانستان په ګټه یو اړخیزه ترجیحي سوداګریز تړون، د پانګونې او ترانزیت د تړونونو پایله، د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین د تفاهم لیک نهايي کول، د افغانستان د اورګاډي په سکتور کې همکاري، د سرخان – پلخمري برېښنا مزي د لېږد په برخه کې همکاري، او ددواړو هيوادونو ترمينځ ديو تجارتي کور په جوړولو هم اتفاق شوى دى.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي