۰
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی:

د ښځو په اړه د طالبانو تګلاره اسلامي نه ده

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۷
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وايي، طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې تګلارې له اسلامي معیارونو سره سمې توجیه کوي، خو په حقیقت کې دا سیاستونه اسلامي نه دي.
د ښځو په اړه د طالبانو تګلاره اسلامي نه ده
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وايي، طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې تګلارې له اسلامي معیارونو سره سمې توجیه کوي، خو په حقیقت کې دا سیاستونه اسلامي نه دي.

ښاغلي نبنزیا د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۱ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راروانې غونډې په پیل کې وویل چې اسلامي هېوادونه هڅه کوي چې طالبانو ته څرګنده کړي چې د دوی تګلارې غیر اسلامي دي، خو دوی یې نه اوري.

هغه په ​​ډاګه کړه، چې روسي چارواکو هم څو ځلې له طالبانو سره د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې دي. خو دوی خپل نظر لري.

نیبنزیا د دوحې د دریمې ناستې په اړه هم وویل، ښه ده چې بالاخره طالبان د دوحې غونډې ته رابلل شوي؛ ځکه د طالبانو په نه شتون او د افغانستان د مدني ټولنې، غیر دولتي بنسټونو او د پخواني حکومت د استازو په رابللو سره د افغانستان ستونزه ناشونې ده.

هغه وويل: "خو دا ستونزمنه ده چې ووايو چې د دوحې د ناستې پايلې به څه وي. هرڅوک د افغانستان خير غواړي، خو د دې کار د څرنګوالي نقشه په هر هېواد کې توپير لري او ستونزه په جزئياتو کې ده."

نیبنزیا زیاته کړه، چې د روسیې استازي طالبان د افغانستان اوسنی واقعیت ګڼي او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له دې ډلې سره تعامل کوي.

نوموړي په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې روسیه به کله د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لېست څخه وباسي او ویې ویل چې په دې اړه یې یوازې اورېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادی میرپوتین هم له طالبانو سره خبرې اترې اړینې بللې وې.

دغه راز د روسیې ځینو نورو بنسټونو هم له دې مخکې اعلان کړی و چې د روسیې د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو وړاندیز یې د دغه هېواد ولسمشر ته کړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي