۰
ملګري ملتونه:

افغان مدني ټولنه یووالی نه لري

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۹
په دوحه کې د افغان مدني ټولنې له استازو سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو مرستیالې روزمري ډی کارلو وویل، چې د ټولو خواوو ترمنځ د باور رامنځته کولو ته اړتیا ده.
افغان مدني ټولنه یووالی نه لري
په دوحه کې د افغان مدني ټولنې له استازو سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو مرستیالې روزمري ډی کارلو وویل، چې د ټولو خواوو ترمنځ د باور رامنځته کولو ته اړتیا ده.

هغه وویل چې "افغان مدني ټولنه یووالی نه لری".

روزمیري ډی کارلو، چې د افغان میرمنو سره یې د یوې اړخیزې غونډې مشري هم کوله، په بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ، ومنله چې اصلا چارواکي (طالبان) له ښځو او افغان مدني ټولنې سره خبرو ته چمتو نه دي.

نوموړي د افغانستان له مدني ټولنو او ښځو سره دغه درې ساعته لنډه ناسته رغنده او ګټوره وبلله او زياته يې کړه، چې په دې غونډه کې د ښځو، لږکيو، رسنيو، مدني ټولنې او نورو مسايلو په اړه بحث وشو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي