۰

طالبانو پنجشېر او بادغيس کې درې تنه په دورو وهلي

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۱
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په پنجشیر او بادغیس ولایتونو کې یې درې تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
طالبانو پنجشېر او بادغيس کې درې تنه په دورو وهلي
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په پنجشیر او بادغیس ولایتونو کې یې درې تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

دغې محکمې نن سه شنبه د سرطان په ۱۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له دغو کسانو څخه یو یې په پنجشیر او دوه نور یې په بادغیس کې په عام محضر کې په وهلو ټکول شوي دي.

د اعلاميې پر بنسټ، يو تن د غلا په تور د پنجشير ولايت د دره ولسوالۍ په مربوطاتو کې په عام محضر کې په دار وځړول شو.

اعلامیې همدا راز زیاته کړې چې په بادغیس ولایت کې دوه تنه د زنا په تور هر یو ته ۱۵ په دورو وهل شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو محکمې پرون اعلان وکړ چې د پنجشیر په دره کې یې یو کس د غلا په تور سر پرې کړی دی.

د طالبانو لخوا د تورنو کسانو فزیکي او ساحوي مجازات په ځانګړې توګه په عامو خلکو کې د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ دي.

خو؛ طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته هم دا ډول کړنو ته دوام ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي