۰

پاتل: ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د ښځو د ګډون ډاډ ورکړی و

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۳
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاتل ​​وايي، ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د ګډون ډاډ ورکړی و.
پاتل: ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د ښځو د ګډون ډاډ ورکړی و
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاتل ​​وايي، ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د ګډون ډاډ ورکړی و.

نوموړي ​​نن سه شنبه د سرطان ۱۲ مه په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا ځانګړي استازي په دې شرط خپل ګډون اعلان کړ، چې د دوحې په غونډه کې د ښځو د حقونو غږ پورته شوی وي.

ده ویلي "موږ ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو له خوا د ډاډ ترلاسه کولو وروسته په دې غونډه کې ګډون وکړو چې دا بحث به د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ستونزې په معنی توګه حل کړي."

په همدې حال کې د دوحې دریمه ناسته د یکشنبې په ورځ په قطر کې پیل او د تېرې دوشنبې په ماښام پای ته ورسېده.

دغه غونډه چې د افغانستان د ښځینه فعالانو او نورو سیاسي او مدني ډلو له شتون پرته او یوازې د طالبانو په حضور کې جوړه شوې وه، له پراخو نیوکو سره مخ شوه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي