۰

د طالبانو د صنعت سرپرست وزیر ازبکستان ته تللی

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۰
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.
د طالبانو د صنعت سرپرست وزیر ازبکستان ته تللی
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دی.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه پلاوي د سفر موخه په ازبکستان کې د افغاني محصولاتو د نندارتون پرانیستل او د «تجارتي ارتباطاتو» په کنفرانس کې ګډون دی.

باید وویل شي، چې ازبکستان له طالبانو سره نږدې سوداګریزې او سیاسي اړیکې لري.

په تېرو درېیو کلونو کې ازبکستاني چارواکو کابل ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې تل په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي