تخار کې د طالبانو ترمنځ جګړه؛ ۴ تنه مړه او ټپیان شول

12 سرطان 1403 ساعت 14:51

په تخار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په تخار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د سرطان په ١١مه، د تخار ولايت د چاهاب ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د چاهاب ولسوالۍ د مرکز قوماندان مولوي برهان الدين بدخشي په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه زندان له قوماندان سره جګړه کړې ده.

ويل کيږي چې په دې پيښه کې يو وسله وال طالب وژل شوى او د دغې ډلې درې تنه نور جنګيالي ټپيان شوي دي.

د دې پېښې لامل او انګیزه تر اوسه معلومه نه ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173950

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173950/

جمهور
  https://www.jomhornews.com