۰

قمي:ایران د افغانستان په اړه رغنده دریځ لري

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۸
د ولسمشر ځانګړی استازی او د ایران د سفارت مشر حسن کاظمي قومي وايي، ایران د افغانستان په اړه رغنده چلند لري.
قمي:ایران د افغانستان په اړه رغنده دریځ لري
د ولسمشر ځانګړی استازی او د ایران د سفارت مشر حسن کاظمي قومي وايي، ایران د افغانستان په اړه رغنده چلند لري.

قمي نن سه شنبه د سرطان ۱۲مه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په دوحه کې د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې د هالنډ، متحده عربي اماراتو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړيو استازو په غوښتنه درې ګټورې خبرې وشوې. د سعودي عربستان، ناروې، سویس، جرمني، ترکمنستان، اروپايي ټولنې او دولتي پلاوي مشري مو درلوده.

 د ایران د سفارت مشر لیکلي چې د ګډو اندیښنو بیانول، د تخصصي کمیټو جوړول، له کړکیچ څخه د وتلو د لارو چارو څیړل او په افغانستان کې د ثبات او دایمي امنیت د ټینګښت لپاره د اقداماتو ارزول د دغو غونډو او مشورو له مهمو محورونو څخه وو.

 دغه ایرانی چارواکی وایي، موږ تهران د یو سیمه ایز او ګاونډي قدرت په توګه چې په افغانستان کې له څو کلونو کړکېچونو څخه تر ټولو زیات اغیز لرلی د افغانستان په وړاندې رغنده چلند لري او د افغانستان د ستونزې د حل لپاره سیمه ییز نوښتونه، اود نویو خارجي مداخلو د پایلو په باره کې د خبردارې په ورکولو سره مو ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي