د تخار په څاه کې يو ځوان د طالبانو له خوا په ډزو ووژل شو

12 سرطان 1403 ساعت 10:54

په تخار کې دولتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یو ځوان د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.


په تخار کې دولتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یو ځوان د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان چې الماس نومېده، د دوشنبې په ورځ د سرطان په ١١مه د تخار ولايت د چاه اب ولسوالۍ په چشمه چرمګري سيمه کې په ډزو وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دغه ځوان په دې وروستيو کې له ايران څخه ايستل شوى دى.

ویل کېږي چې الماس خان په تخار کې د طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان غلام حسین د یوه ساتونکي جلال محبوبي له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د دې پېښې لامل او انګیزه تر اوسه معلومه نه ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173934

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173934/

جمهور
  https://www.jomhornews.com