د مقاومت جبهه:

د کابل پوځي هوايي ډګر په دروازه کې مو ۳ طالبان و وژل

12 سرطان 1403 ساعت 10:48

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د کابل د پوځي هوايي ډګر په دروازه کې د طالبانو پنځه غړي وژلي او ټپيان کړي دي.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د کابل د پوځي هوايي ډګر په دروازه کې د طالبانو پنځه غړي وژلي او ټپيان کړي دي.

دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه ۸:۲۰ بجې د دوی ځواکونو د کابل پوځي هوايي ډګر په دروازه کې پر طالب جنګیالیو برید وکړ.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.

په خبرپانه کې راغلي دي چې په دې پيښه کې د طالبانو يو موټر هم ويجاړ شوى دى.

د مقاومت جبهې زياته کړه چې په دې بريد کې د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173932

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173932/

جمهور
  https://www.jomhornews.com