۰
ښځینه فعالانې:

له طالبانو سره د ملګرو ملتونو تړون د ښځو له حقونو سره لوی خیانت دی

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۵
په دوحه کې د افغان ښځو د اعتراضونو ایتلاف تر سرلیک لاندې یو شمېر ښځینه فعالانو په دوحه کې د درېیمې غونډې په غبرګون کې وویل چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو تړون له ښځو سره خیانت دی.
له طالبانو سره د ملګرو ملتونو تړون د ښځو له حقونو سره لوی خیانت دی
په دوحه کې د افغان ښځو د اعتراضونو ایتلاف تر سرلیک لاندې یو شمېر ښځینه فعالانو په دوحه کې د درېیمې غونډې په غبرګون کې وویل چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو تړون له ښځو سره خیانت دی.

دغو فعالانو تېره شپه د سرطان په ١١مه، يوه اعلاميه خپره کړه چې په کې ويل شوي "له طالبانو سره معامله له افغان مېرمنو سره ستر خيانت دى. طالبان هغه ترهګر دي، چې پرې باور او باور نه کېږي."

د دغو فعالانو د اعلامیې پر بنسټ، له طالبانو سره خبرې د ملګرو ملتونو دریځ تر پوښتنې لاندې راولي.

دغو فعالانو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې خپل څو اړخیز سیاستونه پرېږدي او د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د دوحې دریمه ناسته د یکشنبې په ورځ په قطر کې پیل او د تېرې دوشنبې په ماښام پای ته ورسېده.

دغه غونډه چې د افغانستان د ښځینه فعالانو او نورو سیاسي او مدني ډلو له شتون پرته او یوازې د طالبانو په حضور کې جوړه شوې وه، له پراخو نیوکو سره مخ شوه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي