۰

نیبنزیا: مسکو له طالبانو بندیزونه لرې کوي

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۴
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وايي، مسکو غواړي پر طالبانو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
نیبنزیا: مسکو له طالبانو بندیزونه لرې کوي
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وايي، مسکو غواړي پر طالبانو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

ښاغلي نبنزیا د دوشنبې په ورځ د سرطان په ۱۱ مه د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې هېواد یې د طالبانو پر ضد د خپلو بندیزونو په لغوه کولو غور کوي.

هغه زیاته کړه: "تر هغه ځایه چې موږ د روسیې د بندیزونو له لیست څخه د هغوی [طالبانو] د ایستلو په اړه ولاړ یو، زه نشم کولی تاسو ته دقیق ځواب درکړم."

نبنزیا طالبان د افغانستان اوسني واکمنان وبلل او ویې ویل، موږ له ډېر وخت راهیسې دا وایو، چې دا حقیقت باید وپېژنو، که مو خوښه وي او که نه، دا حرکت (طالبان) نن د هېواد چارې پرمخ وړي. "

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادی میرپوتین هم له طالبانو سره خبرې اترې اړینې بللې وې.

دغه راز د روسیې ځینو نورو بنسټونو هم له دې مخکې اعلان کړی و چې د روسیې د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو وړاندیز یې د دغه هېواد ولسمشر ته کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي