طالبانو د پنجشیر د یوه اوسېدونکي لاس د غلا په تور پرې کړ

12 سرطان 1403 ساعت 8:41

په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي، طالبانو په دغه ولايت کې د يوه کس لاس د غلا په تور پرې کړی دی.


په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي، طالبانو په دغه ولايت کې د يوه کس لاس د غلا په تور پرې کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه سړي لاس د دوشنبې په ورځ د سرطان په ١١مه د پنجشېر ولايت په دره ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا پرې شوى دى.

سرچينې ويلي چې نيول شوى تورن سيد هاشم د ګل هاشم زوى چې د دره ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

ویل کېږي چې د دغه سړي لاس په عام محضر کې پرې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د تورنو کسانو فزیکي او ساحوي سزا په ځانګړې توګه په عامو خلکو کې د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ ده.

خو؛ طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته هم دا ډول کړنو ته دوام ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173922

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173922/

جمهور
  https://www.jomhornews.com