۰
د دوحې د غونډې پای؛ ډي کارلو:

طالبان به د ښځو حقونو ته له درناوي پرته په نړيواله ټولنه کې مدغم نه شي

سی شنبه ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۸
د دوحې د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو مرستیالې روزمیري ډی کارلو په افغانستان کې د یوې خلاصې ټولنې د رامنځته کېدو هیله څرګنده کړه.
طالبان به د ښځو حقونو ته له درناوي پرته په نړيواله ټولنه کې مدغم نه شي
د دوحې د غونډې په پای کې د ملګرو ملتونو مرستیالې روزمیري ډی کارلو په افغانستان کې د یوې خلاصې ټولنې د رامنځته کېدو هیله څرګنده کړه.

مېرمن ډي کارلو تېر ماښام د سرطان په ۱۱مه خبريالانو ته وويل، هيله لري چې د دوحې په غونډه کې د ځانګړو استازو حضور او له طالبانو سره خبرې اترې په افغانستان کې د حکومتوالۍ او مدني ټولنې د ګډون په برخه کې د يوې ازادې او ټول شموله ټولنې د رامنځته کېدو لامل شي.

هغه زیاته کړه، ملګري ملتونه به په هیڅ صورت د افغانستان د ښځو، مدني ټولنې او اقلیتونو په تړاو خپل رول کم نه کړي.

د هغه په ​​وينا، د ګډون کوونکو هېوادونو استازو له طالبانو سره د نجونو پر زده کړو د بنديز لرې کول د لومړيتوب غوښتنې په توګه مطرح کړې او هيله لري، چې دغه غوښتنې به ژر تر ژره وڅېړل شي.

هغه د نجونو او ښځو پر زده کړو، زده کړو او کار بندیز د افغانستان د پرمختګ د ځنډولو په معنا بولي.

دملګروملتو دسازمان مرستيال په افغان ښځو او نجونو د طالبانو له خوا لګول شويو بنديزونو ته په اشارې سره وويل دغه ډله نه شي کولاى په نړيواله ټولنه کې دښځو له حقوقو څخه په محرومولو سره يوځاى شي.

مېرمن ډی کارلو همداراز زیاته کړه چې افغانستان په اقتصاد کې د ښځو له شتون پرته وده نه شي کولای.

هغه وویل، "موږ د ټولو اړخونو لپاره د پایلو او مکلفیتونو په اړه د روښانه پوهاوي سره یو اصولي ګام په ګام چلند کوو. موږ لاهم د دې پروسې په پیل کې یو."

په همدې حال کې د دوحې دریمه ناسته د یکشنبې په ورځ په قطر کې پیل او د تېرې دوشنبې په ماښام پای ته ورسېده.

دغه غونډه چې د افغانستان د ښځینه فعالانو او نورو سیاسي او مدني ډلو له شتون پرته او یوازې د طالبانو په حضور کې جوړه شوې وه، له پراخو نیوکو سره مخ شوه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي