مجاهد:

 په ټرانس-افغان پروژه کې شاملو هېوادونو د دې پروژې د پیل غوښتنه وکړه

12 سرطان 1403 ساعت 8:23

د طالبانو د ډلې ویاند وايي چې د افغان – ټرانس په پروژه کې شاملو هېوادونو د دغې پروژې د ژر پیل او بشپړېدو غوښتنه کړې ده.


د طالبانو د ډلې ویاند وايي چې د افغان – ټرانس په پروژه کې شاملو هېوادونو د دغې پروژې د ژر پیل او بشپړېدو غوښتنه کړې ده.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند او مشر ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه (د سرطان ۱۲مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دوحه کې یې د ازبکستان، پاکستان او قطر په څلور اړخیزه ناسته کې د طالبانو له استازو سره وکتل.

طالبانو لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د افغان ټرانسپورټ پروژې په اړه خبرې وکړې، چې له ازبکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ غځوي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، ټولو خواوو د دغې پروژې د ژر پیل او بشپړېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173916

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173916/

جمهور
  https://www.jomhornews.com