۰

رینا امیري او لولوه الخطر له افغان ښځو خپل ملاتړ اعلان کړ

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۲
د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو له وزیرې لولو الخطر سره د افغان ښځو په اړه خبرې کړې دي.
رینا امیري او لولوه الخطر له افغان ښځو خپل ملاتړ اعلان کړ
د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو له وزیرې لولو الخطر سره د افغان ښځو په اړه خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د سرطان په ۱۱ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا غونډه د دوحې د درېیمې ناستې په څنډه کې جوړه شوې او دواړو لورو د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې افغان میرمنې د دوحې په دریمه غونډه کې له ګډون څخه منعه شوي دي.

تر دې وړاندې رینا امیري ویلي و چې په دې غونډه کې به د افغان ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي