۰

د دوحې د ناستې د دویمې ورځې پیل؛ قطر: د طالبانو ګډون یو مهم فرصت دی

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۱
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په دې غونډه کې د طالبانو ګډون مهم بللی دی.
د دوحې د ناستې د دویمې ورځې پیل؛ قطر: د طالبانو ګډون یو مهم فرصت دی
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په دې غونډه کې د طالبانو ګډون مهم بللی دی.

الخلیفي د دوحې د غونډې د دویمې ورځې په پیل کې وویل چې د طالبانو د استازو ګډون د بامعنی خبرو لپاره یو مهم فرصت دی.

د هغه په ​​وينا، دا ډول غونډې له طالبانو سره د مستقيمې همکارۍ زمينه برابروي.

هغه زیاته کړه، د قطر دولت د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره هوډمن دی.

د يادونې وړ ده، چې د دوحې غونډه پرون ماښام پيل شوې او نن هم دوام لري.

دا غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي