ازادي جبهه:

بغلان کې مو د طالبانو پر استخباراتي روزنیز مرکز برید کړی

11 سرطان 1403 ساعت 15:10

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د طالبانو پر استخباراتي روزنیز مرکز برید کړی دی.


د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د طالبانو پر استخباراتي روزنیز مرکز برید کړی دی.

دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید تېره شپه د پلخمري ښار په څنډه کې د کرکر ماین په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو په روزنیز مرکز ترسره شوی، چې په پایله کې یې ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اعلامیې پر بنسټ، طالبان له دغه مرکز څخه د چین او منځنۍ اسیا د اویغورانو په ګډون له پولې هاخوا د ترهګرو ډلو د روزنې لپاره کار اخلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 173905

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173905/

جمهور
  https://www.jomhornews.com