۰

ازبک پانګوال له ډبرو سکرو څخه د برېښنا په تولید کې پانګونه کوي

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۲
د طالبانو د سیاسي دفتر اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې ازبک پانګوال په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.
ازبک پانګوال له ډبرو سکرو څخه د برېښنا په تولید کې پانګونه کوي
د طالبانو د سیاسي دفتر اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې ازبک پانګوال په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

د طالبانو د ډلې د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر په کابل کې د ازبکستان له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.

طالبانو ویلي چې ازبک پانګوال په افغانستان کې د ډبرو سکرو په استخراج او پروسس، له سکرو څخه د برېښنا په تولید، د تیلو د تصفیې د معیاري کارخانې په جوړولو، د سمنټو د فابریکې په جوړولو، د مالګې د کانونو په استخراج او د معیاري مالګې په تولید، د نساجۍ د فابریکې په جوړولو او د الکترونیکي حکومتولۍ په برخو کې پانګونه کوي. خپله علاقه څرګنده کړه.

د ازبک پانګوالو په وینا، طالبانو ویلي چې افغانستان اوس د پانګونې لپاره مناسب هېواد ګرځېدلی او دوی په دې برخه کې پانګونې ته پوره چمتو دي او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي