۰
طالبان:

په دریمه ناسته کې د بانکي بندیزونو د لرې کولو ژمنه وشوه

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۹
د طالبانو د ډلې ویاند او مشر وايي، په درېیمه ناسته کې پر افغانستان د اقتصادي او بانکي بندیزونو د لیرې کولو ژمنه وشوه.
په دریمه ناسته کې د بانکي بندیزونو د لرې کولو ژمنه وشوه
د طالبانو د ډلې ویاند او مشر وايي، په درېیمه ناسته کې پر افغانستان د اقتصادي او بانکي بندیزونو د لیرې کولو ژمنه وشوه.

د طالبانو د ډلې ویاند او د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې په دوحه کې نننۍ غونډه ښه روانه ده او ډېرو هېوادونو د افغانستان له خصوصي سکټور خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

دغه غوښتونکی وايي چې د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه چې له اقتصادي او بانکي لارو به محدودیتونه لرې کوي.

د طالبانو د ډلې ویاند زیاته کړه: د دوحې په دریمه غونډه کښې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، امریکا او د اسلامی ملګرتیا سازمان دریځونه د قدر وړ وبلل شول.

 د طالبانو د ډلې دا ادعا په داسې حال کې راپورته کیږي چې د دوحې د دریمې ناستې پایلې د ملګرو ملتونو او د ګډون کوونکو هیوادونو د استازو له خوا په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي