۰

افغان الاصله امریکايي لامبو وهونکي په پاریس کې د پارالمپیک سیالیو اتلولي وګټله

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۱
د افغانستان د لامبو فدراسیون وايي، چې د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د ګډون لپاره افغان-امریکایي معلول عباس کریمي د لامبو وهلو کوټه ګټلې ده.
افغان الاصله امریکايي لامبو وهونکي په پاریس کې د پارالمپیک سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان د لامبو فدراسیون وايي، چې د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د ګډون لپاره افغان-امریکایي معلول عباس کریمي د لامبو وهلو کوټه ګټلې ده.

د دغه فدراسيون مشر قاسم علي حميدي وويل چې د افغانستان دغه پخواني ملي پارا لامګر په امريکا کې د لامبو وهلو په سياليو کې په ٥٠ متره بټر فلاي، ٥٠ متره بېک سټروک او ٥٠ متره فري سټايل کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو درې مډالونه ګټلي دي.

د هغه په ​​وينا، په دغو برياوو سره ښاغلي کريمي د پاريس په المپيک سياليو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د امریکا په مینیاپولیس ښار کې ترسره شوې.

باید وویل شي، چې عباس کریمي تر دې وړاندې د افغانستان د معلولینو د ملي لوبډلې غړی و. خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته امريکا ته ولاړ او هلته مېشت شو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي