۰

داعش په خراسان کې طالبان د امریکا اجیر پوځیان وبلل

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۹
العظیم بنسټ چې د داعش د خراسان څانګې مطبوعاتي څانګې ده، طالبان د امریکا اجیر پوځیان بللي دي.
داعش په خراسان کې طالبان د امریکا اجیر پوځیان وبلل
العظیم بنسټ چې د داعش د خراسان څانګې مطبوعاتي څانګې ده، طالبان د امریکا اجیر پوځیان بللي دي.

اوراسیا نن دوشنبه د سرطان په ۱۱ مه راپور ورکړ چې داعش ډلې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو ویډیوګانو ته په اشارې سره چې ښيي طالبان له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته هم د امریکا په استازیتوب جنګېږي. وویل چې دا ډله په خراسان کې د متحده ایالاتو اجیرانو ده.

د راپور پر بنسټ، د داعش خراسان څانګې په دې ویډیو کې د طالبانو د ادعا شویو عملیاتو ګرافیک انځورونه هم خپاره کړی چې په افغانستان کې د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوی دی.

د راپور له مخې، هغه ویډیوګانې چې تېره پنجشنبه د العظیم بنسټ له خوا د «یهودانو د پیروانو» تر نامه لاندې خپرې شوې ښيي چې دغه ډله په افغانستان کې د طالبانو د مذهبي واکمنۍ د کمزوري کولو په ستراتیژیکو هڅو کې ده.

د راپور له مخې، داعش په دغو ویډیوګانو کې د طالبانو، شیعه ګانو او هغو کسانو په ګډون ګڼې ډلې په نښه کړې چې له امریکا سره متحدان ګڼي.

د داعش خراسان څانګې طالبان د یوې غیر اسلامي ډلې په توګه او په افغانستان کې د لویدیځ د ګټو لپاره د پراکسي په توګه معرفي کړي دي.

دا ډله د طالبانو د اسلام بڼه امریکايي اسلام بولي، چې د غربي ارزښتونو او د یهودي او مسیحي نفوذ له وجې فاسده شوې ده.

داعش په افغانستان کې شیعه ټولنه تورنه کړې چې د اسلام د پیغمبر، ابوبکر او عمر ابن الخطاب په شان شخصیتونو ته یې سپکاوی کړی دی.

دغې ډلې زیاته کړه چې په افغانستان کې له شیعه ګانو د طالبانو ملاتړ د دغې ډلې د ایډیالوژیکي فساد او له حقیقي اسلام څخه د انحراف نښه ده.

خو؛ د راپور پر بنسټ، دا نیوکه د نړیوالو سازمانونو له څو راپورونو سره په ټکر کې ده چې ښيي طالبان په افغانستان کې د شیعه ټولنې د ځپلو هڅه کوي.

همدارنګه، داعش د بودیزم په ګډون د غیر اسلامي مذهبونو اړوند تاریخي ځایونو او ودانیو د ساتنې لپاره د طالبانو هڅې یو "بت پرست" عمل ګڼلی دی.

د داعش خراسان څانګې په دې ویډیو کې ویلي چې طالبانو د نړیوالې ټولنې د شرایطو په منلو سره اسلامي اصول له خطر سره مخامخ کړي دي.

د دې ویډیو په یوه برخه کې، د داعش خراسان څانګې طالبان تورن کړي چې په غیر اسلامي چلند کې ښکیل دي، په شمول د شرابو څښلو، همجنسبازۍ او جادوګرۍ.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي