۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دوحې غونډه بریالۍ وبلله

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۹
د ملګرو ملتونو مرستیاله روزمیري ډی کارلو وايي، د دوحې غونډه د افغانستان په اړه ګټوره وه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دوحې غونډه بریالۍ وبلله
د ملګرو ملتونو مرستیاله روزمیري ډی کارلو وايي، د دوحې غونډه د افغانستان په اړه ګټوره وه.

ډي کارلو چې د افغانستان په اړه د دوحې د درېيمې غونډې مشري کوي، د دوحې د غونډې له لومړۍ ورځې وروسته وويل چې په ډېرو برخو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره اصولي خبرو ته انتظار باسو او موږ د قطر له مرستو مننه کوو.

د هغه په ​​وينا، دا لومړى ځل دى، چې د نړيوالې ټولنې او طالبانو دا ډول يوه ډله له يو بل سره ګوري.

باید وویل شي، چې په دوحه کې د یادو هېوادونو د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو ترمنځ ناسته پرون ماښام د تړلو دروازو تر شا پیل شوه.

د دې غونډې جزئیات لا نه دي په ډاګه شوي.

خو؛ په دې غونډه کې د اپوزیسیون د استازو په ځانګړې توګه د مدني ټولنې د استازو او د افغان ښځو د حقونو د مدافعینو نه شتون له پراخو نیوکو سره مخامخ دی.

د ښځو فعالانو او د بشري حقونو سازمانونو په دې غونډه کې ښځو ته د نه بلنې غندنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي