۰

وسله والو کوچیانو د میدان وردګو د بهسودو پر اوسېدونکي ډزې کړې

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۶
د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې په دې ولسوالۍ کې وسله والو کوچيانو پر هزاره اوسېدونکو ډزې کړې دي.
وسله والو کوچیانو د میدان وردګو د بهسودو پر اوسېدونکي ډزې کړې
د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، په دې ولسوالۍ کې وسله والو کوچيانو پر هزاره اوسېدونکو ډزې کړې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د سرطان په ١٠مه، د بهسودو ولسوالۍ د مرکز اړوند د دواب په سيمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې شپږ اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کوچيانو خپل پسونه د لسو کسو په کرنيزو ځمکو کې پرېښودل. خو کله چې اوسیدونکو هڅه وکړه چې پسونه له خپلو ځمکو وباسي، کوچیانو پرې ډزې وکړې.

په همدې حال کې طالبان د کوچیانو ملاتړ کوي څو پر هزاره ګانو فشار راوړي او له خپلو سیمو ووځي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي