۰

خوست کې طالب جنګیالیو یو ځوان د خپلو جنسي غوښتنو د ردولو له امله وژلی دی

دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۰
په خوست کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په صبريو ولسوالۍ کې يوه طالب جنګيالي يو ځوان د جنسي خواهش له امله وژلی دی.
خوست کې طالب جنګیالیو یو ځوان د خپلو جنسي غوښتنو د ردولو له امله وژلی دی
په خوست کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په صبريو ولسوالۍ کې يوه طالب جنګيالي يو ځوان د جنسي خواهش له امله وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د سرطان په ١٠مه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو ١٤ کلن ځوان د جومات پر لور روان و.

ويل کيږي چې دغه ځوان چې جمشيد نوميږي د وسله والو طالبانو له خوا له لفظي شخړې وروسته په چړو وهل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې طالب جنګيالي له دغه تنکي ځوان څخه د جنسي اړيکو غوښتنه وکړه. خو د هغه له غبرګون سره مخ شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د وژنې په تور نيول شوى جنګيالي هم له نورو طالب جنګياليو سره نيول شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د طالبانو ګڼ چارواکي او جنګیالي د ښځو او هلکانو په وژلو او جنسي تیري تورن کړل. خو د دې ډلې له خوا هېڅ هم نه دی څېړل شوی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي