یو شمېر مدني او ټولنیزو فعالانو ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې دغه سازمان د دوحې غونډې ته د طالبانو په بلنه د افغانانو اراده له پامه غورځولې ده.
دوی ټینګار کړی، چې د خبرو اترو تر نامه لاندې له طالبانو سره هر ډول تفاهم له دې ډلې سره ښکاره تعامل دی او معامله بلل کېږي.
د دغو فعالانو په لیک کې راغلي: «طالبان د افغاني ټولنې واقعیت نه دی، طالبان او نورې پوځي او ترهګرې ډلې د سړې جګړې له دورې د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو د شخړو پاتې شوني دي، چې د دوی د ادعا او استبدادي نظام بنسټ دی. تاوتریخوالی، جبر او قتل عام د هیڅ ټولنې واقعیت نه شي بلل کېدای.
دغو فعالانو له ملګرو ملتونو او هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو څخه د افغانستان د خلکو په وړاندې د خپلو خبرو لوری بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې درېيمه غونډه تېره شپه د سرطان د مياشتې په لسمه نېټه د دوحې په ريتز کارلټن هوټل کې پيل شوه.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان د هېوادونو او طالبانو ځانګړي استازي ګډون کوي.
په دې غونډه کې د افغانستان د سیاسي او مدني جریانونو استازي په ځانګړې توګه د بشري حقونو مدافعین او د ښځو د حقونو فعالان ګډون نه کوي.
جمهورخبري آژانس