د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کانونو سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په خپل دفتر کې یو سوداګر ووهلو.
د کانونو وزارت باخبره سرچينې وايي، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د سرطان د مياشتې په لسمه نېټه د اندخوي د مالګې کان د داوطلبۍ په بهير کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، شهاب الدين دلاور خپلو ساتونکو ته امر کړى، چې يو سوداګر ته له سپکاوي وروسته ووهل شي.
ویل کیږي چې دغه سوداګر د اندخوی د مالګې کان د داوطلبۍ پر بهیر اعتراض کړی و.
سرچينې زياته کړې، چې دغه طالب چارواکي د دغه سوداګر تر وهلو ټکولو وروسته د دغه سوداګر د نيولو لپاره د دې ډلې له استخباراتو سره اړيکه نيولې وه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل د افغانستان له واکمنۍ وروسته د خلکو پر وړاندې په زور او تشدد تورن شوي دي.
جمهورخبري آژانس