د دې ډلې سياسي مرستيال د بېلابېلو ولايتونو له يو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او ويې ويل چې د هېواد ابادي د ټولو همکاريو ته اړتيا لري.
د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن دوشنبې د سرطان ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قومي مشرانو او علماوو د طالبانو له امارت سره د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ ویې ویل: ولسونه د اسلامي نظام د ثبات او دوام پياوړي او سوکاله افغانستان غوښتونکي دي.
د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د دې ډلې امارت د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره قوي اراده لري او د هیواد د ابادۍ لپاره د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
د طالبانو د ډلې دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې د دغې ډلې له واکمنۍ سره په افغانستان کې د ملایانو ځانګړی حکومت رامنځته شوی دی چې د دغه هوېاد په ګڼ میشته سیمو کې افغان کدرونو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي.
جمهورخبري آژانس