ازبک پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي

11 سرطان 1403 ساعت 9:00

يو شمېر ازبک سوداګرو او پانګوالو د طالبانو د ډلې له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل او ويې ويل چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.


يو شمېر ازبک سوداګرو او پانګوالو د طالبانو د ډلې له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل او ويې ويل چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.

د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ نن دوشنبې پد سرطان ۱۱مه د ازبک پانګوال نادر رستموف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې او امنیت رامنځته کېدو ته اشاره وکړه ویې ویل، دا کار سوداګر او پانګوال په دې هیواد کې د کار او فعالیت لپاره هڅوي.

هغه وویل، ازبک سوداګر او پانګوال غواړي له فرصت څخه په استفادې د انرژۍ، نساجۍ، نفتو او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي، د تولیدي فابریکو او زیربناوو په جوړولو کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د طالبانو امارت له ګاونډیو هېوادونو سره په ټولو برخو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اړیکو پراختیا غواړي او د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو له سوداګرو او پانګوالو یې غوښتي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173868

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173868/

جمهور
  https://www.jomhornews.com