افغانستان کې به د سعودي عربستان سفارت بېرته پرانستل شي

11 سرطان 1403 ساعت 8:55

د طالبانو د ډلې ویاند وايي، سعودي عربستان به ډېر ژر په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.


د طالبانو د ډلې ویاند وايي، سعودي عربستان به ډېر ژر په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.

د طالبانو د ډلې ویاند او د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د دوحې د ناستې په څنډه کې مو د سعودي عربستان له استازي سره وکتل او د دواړو لورو ترمنځ رغنده خبرې وشوې.

دې طالبانو ویلي چې سعودي عربستان غواړي چې ژر تر ژره په کابل کې خپل سفارت پرانیزي او له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او افغانستان سعودي عربستان ته د یوه مهم هېواد په سترګه ګوري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com