طالبانو د ښځینه ښوونکو معاشونه ځنډولي دي

11 سرطان 1403 ساعت 8:53

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پوهنې وزارت چې د ښځینه ښوونکو د معاشونو ورکړه تر راتلونکې خبرتیا پورې ځنډولې ده.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پوهنې وزارت چې د ښځینه ښوونکو د معاشونو ورکړه تر راتلونکې خبرتیا پورې ځنډولې ده.
د دغه وزارت له خوا په یوه خپاره شوي مکتوب کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، راغلي چې د ښوونکو د معاشونو ورکول تر هغه وخته پورې ځنډول شوي چې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د ۵۰۰۰ افغانیو د کمولو پریکړه نه وي شوې.

دا لیک د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا لاسلیک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر امر کړی، چې د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه دې پنځه زره افغانۍ ورکړل شي.

ویل کیږي چې د ښوونکو معاشونه د نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته ورکول کیږي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 173864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com